لېكن زه چې یم (زه وایم چې) شان دا دى چې هم الله زما رب دى، او زه له خپل رب سره هیڅوك نه شرېكوم (۳۸)
تفسیر
لیکن زه خو ستا په شان داسې خبره نه کوم، بلکې وایم: خاص الله تعالی رب زما دی چې مهرباني کوونکی دی په خپلو نعمتونو سره په مونږ باندې، او زه نه شریکوم د دې الله تعالی سره هیڅوک په عبادت کې.