سوره الکهف (غار) (آیت 46)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




18 الکهف(الكهف)، آیت ۴۶

الْمَالُ وَالْبَنُونَ زِينَةُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَالْبَاقِيَاتُ الصَّالِحَاتُ خَيْرٌ عِنْدَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَخَيْرٌ أَمَلًا 46 ٤٦

مال او زامن د دنيايي ژوند زینت دى، او باقي پاتې كېدونكي نېك عملونه ستا د رب په نیز د ثواب په لحاظ غوره دي او د امېد په لحاظ ډېر ښه (۴۶)

تفسیر
مال او اولاد د هغه څه نه دي چې د دنیا ژوند پرې ښایسته کیدلی شي، او په اخرت کې د مال هیڅ ګټه نشته مګر هغه چې د الله تعالی په رضا کې خرچ شي، او کوم عملونه او ویناګانې چې د الله تعالی خوښېږي ډیرې ښې دي په اعتبار د ثواب سره د دنیا د ټولو ډولونو او سینګارونو نه، او دا غوره د هغه څه نه دي چې انسان یې امید لري؛ ځکه چې د دنیا ښایست ختمیدونکی دی او د الله تعالی چې کوم عملونه او ویناګانې خوښیږي د هغو ثواب د الله تعالی سره پاتې کیدونکی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ