سوره الکهف (غار) (آیت 48)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




18 الکهف(الكهف)، آیت ۴۸

وَعُرِضُوا عَلَىٰ رَبِّكَ صَفًّا لَقَدْ جِئْتُمُونَا كَمَا خَلَقْنَاكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ ۚ بَلْ زَعَمْتُمْ أَلَّنْ نَجْعَلَ لَكُمْ مَوْعِدًا 48 ٤٨

او دوى به خپل رب ته صف صف وړاندې كړى شي (او وبه ویلى شي:) یقینًا یقینًا تاسو مونږ ته داسې (لغړ او يواځې) راغلئ لكه چې مونږ تاسو په ړومبي ځل پیدا كړي وئ، بلكې تاسو دا ګڼله چې مونږ به تاسو لپاره له سره كوم میعاد مقرر نه كړو (۴۸)

تفسیر
او پیش به کړی شي خلک ستا په رب باندې صفونه صفونه نو حساب به ورسره وکړي، او دوی ته به وویل شي: یقینا تاسې راغلي یاست مونږ ته یواځې پښیبله لغړ (بربنډ) نا سنته لکه اول ځل چې مونږ پيداکړي وئ، بلکې تاسې ګومان کاوه چې تاسې به هیڅکله بیرته راژوندي نشئ، او مونږ به هیڅکله تاسې لره وخت او ځای مقرر نه کړو چې تاسې ته پکې ستاسې په عملونو بدلې درکړو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ