سوره الکهف (غار) (آیت 52)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
18
الکهف(الكهف)، آیت ۵۲
وَيَوْمَ يَقُولُ نَادُوا شُرَكَائِيَ الَّذِينَ زَعَمْتُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ يَسْتَجِيبُوا لَهُمْ وَجَعَلْنَا بَيْنَهُمْ مَوْبِقًا
او (یاده كړه) هغه ورځ چې وبه وايي (الله): تاسو زما هغو شریكانو ته اواز وكړئ چې تاسو به ګڼل، نو دوى به هغوى ته چغې ووهي، نو هغوى به دوى ته هېڅ جواب ورنه كړي او د دوى تر مینځه به مونږ د هلاكت ځاى (دوزخ) وګرځوو (۵۲)
تفسیر
او یاد کړه دوی ته -ای پیغمبره- ورځ د قیامت کله چې به الله تعالی ووایي هغو کسانو ته چې هغه سره یې په دنیا کې شریکان جوړ کړي وو: راوبلئ تاسې شریکان زما هغه چې تاسې ګومان کاوه چې دوی زما شریکان دي کیدای شي دوی ستاسې سره مرسته وکړي، نو دوی هغوی راوبلل نو هغوی ئې بلنه قبوله نه کړه او مرسته یې ورسره ونکړه، او مونږ ګرځولی د عبادت کوونکو او معبودانو ترمنځ ځای د هلاکت چې ټول به پکې یوځای وي، او هغه اور د جهنم دی.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: