او نه دي منع كړي خلق له دې نه چې ایمان راوړي، كله چې دوى ته هدایت راغى او له دې نه چې د خپل رب نه مغفرت وغواړي مګر (دې خبرې) چې دوى ته د ړومبنو خلقو طریقه راشي، یا دوى ته عذاب مخامخ راشي (۵۵)
تفسیر
او نه دي حایل شوي د ضدي کافرانو او په منځ د ایمان راوړلو په هغه څه باندې چې محمد صلی الله علیه وسلم د خپل رب له طرفه راوړی او نه دی حایل شوی په منځ د دوی کې او غوښتلو د مغفرت د الله تعالی نه د خپلو ګناهونو لپاره د بیان کموالی، نو پس یقینا بیان شوي دوی لره مثالونه په قرآن کریم کې، او راغلي دوی ته واضحه دلیلونه، بلکې یقینا بند کړي دوی لره غوښتلو د دوی -په زور سره- راتلل د عذاب د پخوانیو امتونو په شان په دوی باندې، او لیدلو د هغه عذاب چې دوی سره یې وعده کړی شوی.