سوره الکهف (غار) (آیت 64)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




18 الکهف(الكهف)، آیت ۶۴

قَالَ ذَٰلِكَ مَا كُنَّا نَبْغِ ۚ فَارْتَدَّا عَلَىٰ آثَارِهِمَا قَصَصًا 64 ٦٤

ويې ويل: دغه هغه څه دي چې مونږ يې طلب كاوه، پس بېرته په همغو خپلو قدمونو قدم په قدم راوګرځېدل (۶۴)

تفسیر
موسی -علیه السلام- خپل خادم ته وویل: دا هغه څه وو چې مونږ غوښتل، نو دا نښه ده د هغه نیک بنده، نو دا دواړه راوګرځېدل چې د خپلو قدمونو اثار یې لټول؛ د دې لپاره چې د دغې لارې څخه ورک نشي تر دې چې همدغې تیږې (ګټي) ته ورسېدل، او بیا د دغې نه د ماهي د ننوتلو ځای ته.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ