سوره الکهف (غار) (آیت 7)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
18
الکهف(الكهف)، آیت ۷
إِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَى الْأَرْضِ زِينَةً لَهَا لِنَبْلُوَهُمْ أَيُّهُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا
بېشكه مونږ (چې یو) مونږ هر هغه څیز چې د ځمكې له پاسه دى د دغې لپاره زینت ګرځولى دى، د دې لپاره چې مونږ دوى و ازمایو چې په دوى كې كوم یو د عمل په لحاظ ډېر غوره دى (۷)
تفسیر
یقینا مونږ ګرځولي هغه څه چې د ځمکې دپاسه دي د مخلوقاتو نه ښایست لپاره د ځمکې د دې لپاره چې مونږ ازمیښت وکړو په دوی باندې چې کوم یو د دوی څخه د ښایسته عمل والا دی هغه چې الله تعالی پرې خوشحالیږي، او کوم یو د دوی څخه د ناکاره عمل والا دی، د دې لپاره چې هر چاته بدله ورکړو د هغه څه چې دا یې مستحق وي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: