سوره الکهف (غار) (آیت 86)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




18 الکهف(الكهف)، آیت ۸۶

حَتَّىٰ إِذَا بَلَغَ مَغْرِبَ الشَّمْسِ وَجَدَهَا تَغْرُبُ فِي عَيْنٍ حَمِئَةٍ وَوَجَدَ عِنْدَهَا قَوْمًا ۗ قُلْنَا يَا ذَا الْقَرْنَيْنِ إِمَّا أَنْ تُعَذِّبَ وَإِمَّا أَنْ تَتَّخِذَ فِيهِمْ حُسْنًا 86 ٨٦

تر هغه پورې چې كله دى د لمر پریوتو ځاى ته ورسېده (نو) ده دغه (لمر) ومونده چې د تورو خټو په لویه چینه كې ډوبېده، او ده هغې (چینې) ته نژدې یو قوم ومونده۔، مونږ وویل: اى ذوالقرنینه! یا خو دا چې ته (دوى ته) عذاب وركړې او یا خو دا چې ته د دوى په هكله ښه لار ونیسي (۸۶)

تفسیر
او هغه په ځمکه کې ولاړ، تردې چې د لمرلوېدو لوري ته په ښکاره د ځمکې پای ته ورسېد، لمر داسې ورته ښکاره شو لکه په توده د تورو خټو په چينه کې چې ډوبيږي، د لمرلوېدو سره يې کافر قوم وليد، موږ ورته د اختيار په ډول وويل: اې د دوو ښکرو والا! يا خو دغو خلکو ته په وژلو يا بل څه سزا ورکړه او يا ښېګڼه ورسره وکړه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ