سوره الکهف (غار) (آیت 98)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




18 الکهف(الكهف)، آیت ۹۸

قَالَ هَٰذَا رَحْمَةٌ مِنْ رَبِّي ۖ فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ رَبِّي جَعَلَهُ دَكَّاءَ ۖ وَكَانَ وَعْدُ رَبِّي حَقًّا 98 ٩٨

دغه زما د رب له جانبه یو رحمت دى، نو كله چې زما د رب وعده راشي دا به د ځمكې سره هموار وګرځوي او زما د رب وعده حقه ده (۹۸)

تفسیر
ذو القرنین وویل: دا د دیوال زما د رب د مهربانۍ څخه دی چې حایل دی د یاجوج او ماجوج او د هغوی د فساد کولو ترمنځ په ځمکه کې، او د فساد څخه ئې منعه کوي، نو کله چې هغه وخت راشي چې الله تعالی د دوی د راوتلو لپاره مقرر کړی مخکې د قیامت د قایمیدلو نه نو دا دیوال به د ځمکې سره برابر کړي، او ده وعده د الله تعالی- په هموارولو د دې دېوال د ځمکې سره او په راویستلو د یاجوج او ماجوج- ثابته چې هیڅ وروسته والی پکې نشته.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ