سوره مریم (آیت 10)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
19
مریم(مريم)، آیت ۱۰
قَالَ رَبِّ اجْعَلْ لِي آيَةً ۚ قَالَ آيَتُكَ أَلَّا تُكَلِّمَ النَّاسَ ثَلَاثَ لَيَالٍ سَوِيًّا
ده وویل: اى زما ربه! ته زما لپاره یوه نښه مقرره كړه (الله) وویل: ستا نښه داده چې ته به له خلقو سره درې شپې (او ورځې) خبرې نشې كولى، په داسې حال كې چې ته به ښه روغ يې (۱۰)
تفسیر
زکریا -علیه السلام- وفرماېل: ای ربه زما! وګرځوه ما لره یو نښه چې زه په هغې ډاډمن شم اودلالت کوونکی په حاصلولو د هغه څه چې ملاېکو پرې ما ته زیری راکړی، نو ویې ویل: نښه ستا د حاصلولو د هغه څه چې تا ته پرې ملاېکو زیری درکړی هغه دا ده چې خبرې به نشې کولای د خلکو سره درې ورځې پرته د مرض نه، بلکې ته به روغ رمټ ئې.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: