سوره مریم (آیت 12)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
19
مریم(مريم)، آیت ۱۲
يَا يَحْيَىٰ خُذِ الْكِتَابَ بِقُوَّةٍ ۖ وَآتَيْنَاهُ الْحُكْمَ صَبِيًّا
اى یحیٰی! ته دغه كتاب په قوت سره ونیسه، او مونږ ده ته حكم (حكمت او نبوت) وركړ، په داسې حال كې چې دى هلك و (۱۲)
تفسیر
نو پیدا شو د هغه بچی یحیی، نو هر کله چې ورسید هغه عمر ته چې خطاب ورته کیدلی شو مونږ ورته وویل: ای یحیی! ونیسه تورات لره په طاقت او په کوشش سره، او ورکړې وه مونږ دې ته پوهه، علم، مضبوطه اراده او عزم، حال دا چې هغه ماشوم و.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: