سوره مریم (آیت 39)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




19 مریم(مريم)، آیت ۳۹

وَأَنْذِرْهُمْ يَوْمَ الْحَسْرَةِ إِذْ قُضِيَ الْأَمْرُ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ وَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ 39 ٣٩

او ته دوى د حسرت (او ارمان) له ورځې نه ووېروه كله چې به كار فیصله كړى شي، حال دا چې دوى (اوس) په غفلت كې دي او دوى ایمان نه راوړي (۳۹)

تفسیر
او ویره ورکړه -ای پیغمبره- دې خلکو ته د ورځ د افسوسونو نه کله چې پښیمانه به شي ګناهګار په خپله ګناه باندې، او نیکي کوونکی په نه ډیروالي د نیکیو باندې، په هغه وخت کې چې د بندګانو عملنامې به خورې کړی شي، او د هغوی د حساب کتاب به ختم شي، او هر څوک به د خپل عمل د انجام سره مخامخ شي، او حال دا دی چې دوی په خپله دنیوي ژوند باندې دوکه شوي دي، د اخرت نه غافله دي، او دوی د قیامت په ورځ ایمان نه لري.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ