سوره مریم (آیت 40)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
19
مریم(مريم)، آیت ۴۰
إِنَّا نَحْنُ نَرِثُ الْأَرْضَ وَمَنْ عَلَيْهَا وَإِلَيْنَا يُرْجَعُونَ
بېشكه مونږ چې یو، هم دا مونږ د ځمكې او د هغه چا چې په دغه (ځمكه) باندې دي؛ وارثان كېږو او خاص مونږ ته به دوى بېرته راوستى شي (۴۰)
تفسیر
یقینا مونږ باقي پاتي کیدونکي یو وروسته د ختمیدلو د ټولو مخلوقاتو، مونږ وارثان کیږو د ځمکې، او د ټولو هغو مخلوقاتو او شیانو چې په دې ځمکه باندې دي د هغوی د ختمېدلو د وجې او زمونږ د باقي کیدلو د وجې وروسته د هغوی نه او زمونږ د مالک کیدلو د وجې نه هغوی لره، او زمونږ د واک د وجې نه په دوی کې څرنګه چې مونږ وغواړو، او خاص یواځې مونږ ته به دوی راوګرځول شي د قیامت په ورځ د حساب او بدلو ورکولو لپاره.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: