سوره مریم (آیت 47)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




19 مریم(مريم)، آیت ۴۷

قَالَ سَلَامٌ عَلَيْكَ ۖ سَأَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّي ۖ إِنَّهُ كَانَ بِي حَفِيًّا 47 ٤٧

ده وویل: په تا دې سلام وي، ضرور به زه تا لپاره له خپل رب نه مغفرت غواړم، بېشكه دى په ما باندې ډېر مهربان دى (۴۷)

تفسیر
ابراهیم -علیه السلام- خپل پلار ته وویل: سلام دې وي په تا باندې زما له طرفه، نه به دررسیږي تا ته زما له طرفه څه ضرر، زر دی چې زه به تا لره د خپل رب نه بخنه او هدایت غواړم، یقینا دغه الله تعالی پاک دی د هر قسم عیب نه په ما باندې ډیر مهربان دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ