سوره مریم (آیت 62)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




19 مریم(مريم)، آیت ۶۲

لَا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا إِلَّا سَلَامًا ۖ وَلَهُمْ رِزْقُهُمْ فِيهَا بُكْرَةً وَعَشِيًّا 62 ٦٢

دوى به په دغو (جنتونو) كې لغوه خبرې نه اوري غیر له سلام نه، او د دوى لپاره په دغو (جنتونو) كې سبا او بېګاه د دوى رزق دى (۶۲)

تفسیر
نه به اوري دوی په دې جنتونو کې بې فایدې خبرې، او نه غلطې خبرې، بلکې د یو بل سلامونه به اوري، او په دوی باندې د ملاېکو سلامونه به اوري، او دوی ته به راځي د خوراک څخه هغه چې دوی ئې غواړي سبا او بېګا.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ