سوره مریم (آیت 71)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




19 مریم(مريم)، آیت ۷۱

وَإِنْ مِنْكُمْ إِلَّا وَارِدُهَا ۚ كَانَ عَلَىٰ رَبِّكَ حَتْمًا مَقْضِيًّا 71 ٧١

او نشته دى په تاسو كې هیڅوك مګر ده ته واردېدونكى دى دغه (واردېدل) ستا د رب په ذمه یقیني او فیصله كړى شوي دي (۷۱)

تفسیر
او نشته هیڅوک ستاسې څخه -ای خلکو- مګر خامخا به تیریږي د پل صراط دپاسه کوم چې د جهنم دپاسه به وي، دي دا تیریدل فیصله پخه، الله تعالی دا فیصله کړې، نو نشته څوک رد کوونکی د هغه فیصلې لره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ