او په میراث به اخلو هغه څه چې دى يې وايي، او دى به مونږ ته يواځې (ځانله) راځي (۸۰)
تفسیر
او په مېراث به واخلو مونږ د دې نه هغه مال او اولاد چې ده پریښودی وروسته د هلاکولو زمونږ نه دې لره او راځي به مونږ ته د قیامت په ورځ یواځې په داسې حال کې چې اخیستل شوي به وي د دې نه هغه مال او منزله چې دې پرې مزې کولې.