سوره مریم (آیت 98)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




19 مریم(مريم)، آیت ۹۸

وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِنْ قَرْنٍ هَلْ تُحِسُّ مِنْهُمْ مِنْ أَحَدٍ أَوْ تَسْمَعُ لَهُمْ رِكْزًا 98 ٩٨

او له دوى نه مخكې مونږه څومره ډېر قرنونه هلاك كړي دي! ايا ته په دوى كې يو تن محسوسوې، يا ته د دوى كوم نرم غږ (اواز) هم اورې (۹۸)

تفسیر
او څومومره ډیر دي هغه امتونه چې مونږ ستا د قوم نه مخکې هلاک کړي، نو آیا ته نن ورځ یو د دغو امتونو نه حس کوې؟! او که یا ورله نرم اواز اورې؟! نو پس هغوی ته چې کوم عذاب رسېدلی و د هغوی نه پغیر نور چا ته هم د الله تعالی په حکم رسېدلی شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ