سوره البقره (غویي) (آیت 101)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۰۱

وَلَمَّا جَاءَهُمْ رَسُولٌ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ مُصَدِّقٌ لِمَا مَعَهُمْ نَبَذَ فَرِيقٌ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ كِتَابَ اللَّهِ وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ كَأَنَّهُمْ لَا يَعْلَمُونَ 101 ١٠١

او كله چې دوى ته د الله له جانب نه رسول راغى، چې تصدیق كوونكى دى د هغه څه چې له دوى سره دي، نو له هغو كسانو نه چې كتاب (تورات) ورته وركړى شوى و (اهل كتاب وو) یوې ډلې د الله كتاب د خپلو شاګانو وروسته (داسې) وغورځاوه، ګویاكې دوى نه پوهېږي (۱۰۱)

تفسیر
او کله چې دوی ته محمد صلی الله علیه وسلم د الله له لوري د پیغمبر په توګه راغی او له تورات سره سم یې د پېغمبر صفات وړاندې کړل، نو یوې ډلې ترې مخ واړولو او بې پرواهۍ سره یې شاګانو ته وغورځولو، د هغه جاهل د حالت په څېر چې د حق او هدایت څخه ګټه نه پورته کوي او نه پرې پروا لري.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ