په اهل كتابو كې ډېر خلق د خپلو نفسونو د حسد په وجه، د حق له واضحه كېدو نه بعد (هم)، دا ارزو لري چې له ایمان راوړو نه پس تاسو بیا كافران كړي، نو (لا دوى ته) معافي كوئ او مخ ترې واړوئ، تر هغې چې الله خپل حكم راوړي، بېشكه الله پر هر شي باندې ښه قادر دى (۱۰۹)
تفسیر
ډېری د یهودیانو او نصراوو (عیسویانو) دا هیله لري چې تاسو له ایمان راوړلو وروسته هغه کفر ته وګرځوي چې تاسو به د بتانو عبادت کولو، له امله د کینې چې د دوی په زړونو کې ده، دوی دا هیله پس له هغه وخته وکړه چې دوی ته څرګنده شوه چې کوم څه چې دې پیغمبر راوړي دي د الله تعالی لخوا حق دي، نو -ای مومنانو- دوی ته ددوی د کارونو بخښنه وکړئ او د دوی له ناپوهۍ او بدو نیتونو څخه ورتېر شئ، تر دې چې د دوی په اړه د الله تعالی پرېکړه راشي، او د الله تعالی دا پرېکړه او امر راغلی دی، نو کافر ته به د اسلام او باج ورکولو او یا وژلو تر منځ اختیار ورکول کېده، بېشکه الله تعالی په هر څه برلاسی دی، هېڅ یې نشي بې وسه کولای.