سوره البقره (غویي) (آیت 111)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۱۱

وَقَالُوا لَنْ يَدْخُلَ الْجَنَّةَ إِلَّا مَنْ كَانَ هُودًا أَوْ نَصَارَىٰ ۗ تِلْكَ أَمَانِيُّهُمْ ۗ قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ 111 ١١١

او دوى (اهل كتاب) وايي: جنت ته به هیڅكله هم (څوك) داخل نشي، مګر هغه څوك چې یهودي وي، یا نصراني۔، دا د دوى (باطلې) ارزوګانې دي، ته (ورته) ووایه: (په دې دعوا) خپل دلیل راوړئ، كه تاسو رښتوني یئ (۱۱۱)

تفسیر
او د یهودیانو او عیسویانو هرې ډلې به ویل: بېشکه جنت د دوی لپاره ځانګړی شوی دی، پس یهودیانو ویل: هېڅکله به نه ننوځي جنت ته مګر یهودي او عیسویانو به ویل: هیڅکله به نه ننوځي جنت ته مګر عیسوي، دا د دوی فاسدې هیلې او فاسد وهمونه دي، ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره-: راوړئ د هغه څه دلیلونه چې تاسو یې دعوه لرئ که چېرې تاسې په خپله دعوه کې رښتیني یاست.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ