سوره البقره (غویي) (آیت 113)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۱۳

وَقَالَتِ الْيَهُودُ لَيْسَتِ النَّصَارَىٰ عَلَىٰ شَيْءٍ وَقَالَتِ النَّصَارَىٰ لَيْسَتِ الْيَهُودُ عَلَىٰ شَيْءٍ وَهُمْ يَتْلُونَ الْكِتَابَ ۗ كَذَٰلِكَ قَالَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ مِثْلَ قَوْلِهِمْ ۚ فَاللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ 113 ١١٣

او یهودیانو ویل: نصرانیان (د دین) په هېڅ څیز باندې (قايم) نه دي او نصرانیانو ویل: یهودیان (د دین) په هېڅ څیز باندې (ولاړ) نه دي، حال دا چې دوى كتاب لولي، همدارنګه، د دوى د خبرې په شان خبره هغو كسانو هم كړې وه چې بې علمه وو، نو الله به د قیامت په ورځ د دوى په مینځ كې د هغو خبرو په هكله فیصله كوي چې دوى به په كې اختلاف كاوه (۱۱۳)

تفسیر
يهودو ويل: نصارا په سم دين نه دي او نصاراوو ويل: يهود پر سم دين نه دي او هر يو په خپل کتاب کې د کړي کفر تصديق او پرته له توپير کولو پر ټولو نبيانو د ايمان راوړلو امر لولي، هغوی په دغه وينا کې له هغو مشرکانو سره ورته دي چې نه پوهيږي، کله يې چې ټول رسولان او هغه کتابونه چې پرې نازل شوي وو درواغ وګڼل؛ نو الله به د ټولو اختلاف کوونکو تر منځ په هغه عدالت سره پرېکړه کوي چې خپل بندګان يې پرې خبر کړي دي، هغه دا چې د الله تعالی پر ټولو نازل شوو شيانو له ايمان پرته بريا نشته.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ