سوره البقره (غویي) (آیت 117)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
2
البقره(البقرة)، آیت ۱۱۷
بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ وَإِذَا قَضَىٰ أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ
بې له نمونې پیدا كونكى د اسمانونو او ځمكې دى، او كله چې د كوم كار فیصله وكړي، نو همدا خبره ده چې هغه ته ووايي: ’’وشه‘‘ نو هغه وشي (۱۱۷)
تفسیر
او الله تعالی د اسمانونو، زمکې او د هغه څه چې په دې دواړو کې دي له کومې مخکینۍ بېلګې پرته پېدا کوونکی دی او کله چې د کوم کار پرېکړه او اراده وکړي نو ورته ووایي: (شه) نو هماغسي وشي څرنګه چې الله تعالی ورته اراده درلوده، د هغه د امر او پرېکړې څوک ګرځوونکی نشته.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: