دغه یوه ډله وه چې یقینًا تېره شوې ده، څه (عمل) چې هغوى كړى دى؛ هغه د هغوى لپاره دى او څه چې تاسو كړى دى؛ هغه تاسو لپاره دى، او له تاسو نه به د هغوى د عملونو په باره كې تپوس نه كېږي (۱۳۴)
تفسیر
دا یو امت ؤ چې د نورو امتونو په څېر تېر شو او کوم عمل یې چې وړاندې کړی ؤ هغه ته ورسېدل، پس د هغوی لپاره د هغوی ښې او بدې کړنې دي او ستاسې لپاره ستاسو ستاسې کړنې دي او له تاسو څخه به د هغوی د کړنو پوښتنه نه کېږي او له هغوی څخه به ستاسو د کړنو پوښتنه نه کېږي او نه به یو کس د بل په ګناه نېول کېږي، بلکې هر څوک به د خپلو کړنو سزا ویني، نو تاسې دې د پخوانیو (قومونو) کړنې داسې نه مشغوله کوي چې خپلې کړنې له پامه وغورځوئ، پس هیچاته د الله تعالی له رحمت څخه وروسته له خپل نیک عمل نه پرته بل هیڅ شی ګټه نه شي رسولی.