سوره البقره (غویي) (آیت 140)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۴۰

أَمْ تَقُولُونَ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطَ كَانُوا هُودًا أَوْ نَصَارَىٰ ۗ قُلْ أَأَنْتُمْ أَعْلَمُ أَمِ اللَّهُ ۗ وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ كَتَمَ شَهَادَةً عِنْدَهُ مِنَ اللَّهِ ۗ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ 140 ١٤٠

ایا تاسو (دا) وایئ چې بېشكه ابراهیم او اسمٰعیل او اسحٰق او یعقوب او (د هغه) اولاده یهودیان، یا نصرانیان وو؟ ته (دوى ته) ووایه: ایا تاسو ډېر پوه یئ، یا كه الله؟ او له هغه كس نه زیات ظالم څوك دى چې هغه ګواهي پټوي چې له ده سره د الله له جانبه ده؟ او الله ستاسو له عملونو نه كله هم غافل نه دى (۱۴۰)

تفسیر
اې کتابیانو! آیا تاسې وایئ چې بېشکه ابراهیم او اسماعیل او اسحاق او یعقوب علیهم السلام او نور پیغمبران چې د یعقوب علیه السلام له اولادې څخه وو ټول پر یهودیت یا عیسویت دین وو؟ ته ورته په ځواب کې ووایه -ای پېغمبره-: آیا تاسو ښه پوهېږئ که الله تعالی؟ پس که چېرې دوی دعوه وکړي چې مونږ د هغوی پر ملت یو، نو دروغ وایي؛ ځکه د دوی رالېږل او مړه کېدل د تورات او انجیل له نازلېدو څخه مخکې ؤ! نو له دې نه دا څرګندېږې چې دوی چې څه وايي، هغه پر الله رسول باندې دروغ تړل دي او دوی هغه حق پټ کړی کوم چې دوی ته نازل شوی، او له هغه چا بل ډېر ظالم نشته څوک چې د الله له لوري ور سپارل شوې شاهدي پټه کړي، لکه د کتابیانو د کړنو په څېر او الله تعالی ستاسو له کړنو نا خبره نه دی او زر دی چې تاسو ته به یې بدله درکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ