او یقینًا كه ته هغو كسانو ته چې ورته كتاب وركړى شوى دى، هره نښه (هر قسمه دلیل) راوړې (بیا به هم) هغوى ستا د قبلې تابع نشي او ته (هم) د هغوى د قبلې تابع كېدونكى نه يې، او د دوى بعضې د بعضو نورو د قبلې تابع كېدونكي نه دي، او یقینًا له دې نه پس چې تا ته علم راغى، كه چېرې ته د هغوى د خواهشاتو تابع شوې (نو) یقینًا یقینًا ته به په دغه وخت كې له ظالمانو نه يې (۱۴۵)
تفسیر
او قسم دی -اې پیغمبره- که ته دې یهودیانو او نصارو ته د قبلې په اړولو هره یوه نښه او دلیل راوړې چې دا د قبلې ګرځېدل حق دي؛ نو دوی به د ضد، او د حق د تابعدارئ څخه د لوئی کولو له وجې ستا قبلی ته مخ ونه ګرځوی، او ته هم د دوی قبلې ته مخ ګرځونکی نه یې وروسته له دې نه چې ته الله تعالی د هغی نه اړولی ئی، او نه دی دوی مخ ګرځونکی د یو بل قبلی ته، ځکه چی دوی هر یو بل ته کافر وائی، او که ته چیرته د دوی د خواهشاتو تابعداری وکړی به مسله د قبلی کی او نورو شرعی مسایلو او احکامو کښې وروسته ددی نه چی تا ته صحیح علم راغلی چی هیڅ شک پکی نشته؛ نو بیشکه ته به په دغه وخت کښې د هدایت د پریښدلو په وجه او د خواهشاتو د تابعدارئ په وجه د ظالمانو څخه شی. او دا خطاب پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته دی چی دا دلیل دی په بدوالی د دوی د تابعدارئ، او که داسی نه وی نو بیشکه الله تعالی خپل پیغمبر د دوی د تابعدارئ څخه بچ ساتلی، نو بس دا د پیغمبر صلی الله علیه وسلم امت لره یره ورکول دی چی د دوی د تابعدارئ نه ځان وساتی.