او خامخا مونږ به تاسو ضرور په یو شي سره له وېرې او له لوږې او د مالونو او د ځانونو او دمېوو په نقصان (كمي) سره ازمایو، اوصبر كوونكو ته زېرى وركړه (۱۵۵)
تفسیر
او خامخا به مونږ په تاسې باندې رنګ رنګ ازمایښتونه کوو؛ لکه له دښمن څخه وېره، د ډوډۍ کموالی، د مالونو نشتوالی او پیداکول یې هم په ډیر مشقت سره، او کموالی په نفسونو کې د هغو مصیبتونو په وجه چې خلک تباه کوي، او یا د الله تعالی په لاره کې په شهادت سره او په کموالی د زمکی د میوو سره، نو -اې پیغمبره!- ته د دنیا او اخرت د خوشحالیو زیری هغه چاته ورکړه چی په دې مصیبتونو صبر کوي.