سوره البقره (غویي) (آیت 160)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
2
البقره(البقرة)، آیت ۱۶۰
إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا وَأَصْلَحُوا وَبَيَّنُوا فَأُولَٰئِكَ أَتُوبُ عَلَيْهِمْ ۚ وَأَنَا التَّوَّابُ الرَّحِيمُ
مګر هغه كسان چې توبه وباسي او (د ځان) اصلاح وكړي او (د حق) بیان وكړي، پس دغه كسان، زه د هغوى توبه قبلوم او زه ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى یم (۱۶۰)
تفسیر
مګر هغه کسان چې الله تعالی ته په داسې حال کې ورګرځي چی د پیغمبر د ريښتینولۍ د دلیلونو په پټولو پښېمانه وي او خپل پټ او ښکاره عملونه برابر کړي او کوم حق او د هدایت خبرې چې پټې کړې یې وي، بیرته یې خلکو ته بیان کړي، نو د دغو کسانو نیکیو ته راګرځیدل زه قبلوم، او زه د توبه ایستونکو بنده ګانو ښه توبه قبلونکی او په هغوئ رحم کوونکی یم.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: