سوره البقره (غویي) (آیت 164)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۶۴

إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنْفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِنْ مَاءٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِنْ كُلِّ دَابَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخَّرِ بَيْنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ 164 ١٦٤

یقینًا د اسمانونو او د ځمكې په پېدا كولو كې، او د شپې او ورځې په بدلېدو كې، او په هغو بېړیو كې چې په سمندر كې يې هغه څه روان كړي وي چې خلقو ته نفع رسوي، او په هغه څه كې چې الله له اسمان (بره) نه راورَولي دي، چې اوبه دي، نو په دې سره يې ځمكه د هغې د مَړه كېدو (وچېدو) نه پس ژوندۍ كړه، او په دې كې يې هر قسمه خوځنده (شیان) خواره كړل، او د بادونو په ګرځولو (راګرځولو) كې او په هغې ورېځ كې چې د اسمان او ځمكې په مینځ كې مُسَخَّره كړى شوې ده، خامخا د (هغه) قوم لپاره نښې دي چې عقلمند وي (۱۶۴)

تفسیر
یقینا د زمکی او آسمانونو په پیدایښت کې او په دی دواړو کې چې کوم نااشنا مخلوقات دي او د ورځې او شپې یو بل پسې تګ راتګ کې، او په هغو کښتیو کې چې د دریابونو په اوبو کښې روانی وی او باروونکی وی د خلکو د فایدی شیانو لره؛ لکه خوارکی توکی، جامی، تجارتی شیان، او نور هغه څه چی خلک ورته ضرورت لري او په هغو اوبو کې چې الله تعالی له اسمان څخه راکوزې کړي او په هغې سره یې شاړې زمکې په فصلونو او ګیاګانو ابادې کړې او په هغو زنده سرو کې چې الله تعالی په دې زمکه کې خواره کړي دي او په اړولو راړولو د بادونو یو طرف او بل طرف ته، او په تابع کړی شویو وریځو د اسمان او زمکی ترمنځ، بېشکه په دې ټولو کې د الله تعالی د وحدانیت ښکاره دلیلونه دی د هغه چا لپاره چی په دلیلونو پوهیږی، او دلیلونه پیژنی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ