او په خلقو كې ځېنې هغه څوك دي چه له الله نه غیر شریكان نیسي، له هغوى سره مینه كوي له الله سره د مینې په شان، او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى؛ له الله سره په مینه كې ډېر سخت (او كلك) دي، او كه چېری هغه كسان چې ظلم يې كړى دى؛ دا وویني، كله چې دوى عذاب ویني، چې یقینًا قوت ټول خاص د الله لپاره دى او دا چې یقینًا الله ډېر سخت عذاب وركوونكى دى (۱۶۵)
تفسیر
او له دومره ښکاره دلیلونو او نښو سره بیا هم ځینې خلک له الله تعالی نه پرته نور څوک د بنده ګۍ مستحق ګڼي او د الله تعالی سره یې په عبادت کې برابروي، او داسې مینه ورسره کوي لکه څرنګه مینه چی له الله تعالی سره کوي، لیکن مومنان د الله تعالی سره د دوی د خپلو معبودانو سره د مینې نه هم ډیره مینه او محبت کوی، ځکه چی مومنان د الله تعالی سره هیڅ څوک هم نه شریکوی، او په خوشحالۍ او تنګدستۍ کښې ورسره مینه کوي، مګر دا نور خلک چی دی نو دوئ صرف د خوشحالۍ په وخت کښې دخپلو معبودانو سره مینه کوي، او د تکلیف په وخت کښې بیا صرف الله تعالی ته چغی وهی او صرف الله تعالی رابلی. او که ووینی هغه کسان چی په شرک او ګناهونو سره ئي په خپلو نفسونو ظلم کړی دی خپل حالت په اخرت کښې کله چی دوی عذاب وویني؛ نو خامخا به دوۍ پوهه شی چی بیشکه یواځی الله تعالی د طاقت والا ذات دی، او بیشکه الله تعالی هغه چاته سخته سزا ورکوي چاچی ئي نافرماني کړی وی، نو که چیری دوۍ دغه حالت لیدلی وی نو هیڅکله به دوۍ د الله تعالی سره بل څوک په عبادت کې نه وو شریک کړي.