بېشكه خبره دا ده چې هغه په تاسو باندې همدا مرداره او وینه او د خنزیر غوښه حرامه كړې ده او هغه څه (يې حرام كړي دي) چې په هغه باندې د غیرالله لپاره اواز كړى شوى وي، نو هغه څوك چې مجبوركړى شي، په دې حال كې چې نه سركشي كوونكى وي او نه (له حد نه) تېرېدونكى وي، نو په هغه باندې هېڅ ګناه نشته، یقینًا الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى (۱۷۳)
تفسیر
الله تعالی په تاسو باندې له خوراکي شیانو څخه هغه څه حرام کړي چې له شرعي ذبحې (حلالې) پرته مړه شوي وي، همدا راز بهېدونکې وینه، د خنزیر (خوک) غوښه او هغه ذبیحه چې د حلالولو پر مهال د غیر الله نوم پر یاد شوی وي، نو هر کله چې یو انسان دې شیانو ته محتاج شي په داسې حال کې چې هغه زیاتې کوونکی نه وي په دې کې بغیر د حاجت څخه، او یا له حد څخه تیریدونکی هم نه وي؛ نو پس په ده باندې بیا څه ګناه او سزا نشته، بېشکه الله تعالی له خپلو بنده ګانو څخه د هغه چا توبه قبلوي چې الله ته توبه وباسي، په هغوی باندی مهربانه دی، چې د هغه د مهربانۍ او رحمت څخه دا هم ده چې د ضرورت پر مهال یې ورته د دغو حرامو شیانو خوړل هم جایز کړي دي.