سوره البقره (غویي) (آیت 183)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
2
البقره(البقرة)، آیت ۱۸۳
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! پر تاسو باندې روژه فرض كړى شوې ده لكه چې فرض كړى شوې وه پر هغو كسانو چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو متقیان شئ (۱۸۳)
تفسیر
اې هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې، پر تاسو روژه فرض شوې لکه څنګه چې ستاسو نه مخکي امتونو باندې فرض شوې وه؛ د دې لپاره چې له الله تعالی څخه ووېرېږئ، داسې چې د خپلو نفسونو او د الله تعالی د عذاب تر منځ په نېکو کړنو سره د خلاصون لاره پرېږدئ او تر ټولو غټه نیکي روژه نیول دي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: