سوره البقره (غویي) (آیت 186)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۸۶

وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ ۖ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ ۖ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ 186 ١٨٦

او كله چې زما په باره كې له تا نه زما بنده ګان تپوس وكړي، نو یقینًا زه قریب یم، د دعا كوونكي دعا قبلوم كله چې له ما نه دعا غواړي، پس دوى دې زما حكم ومني، او په ما دې ایمان راوړي، د دې لپاره چې دوى سمه لار ومومي (۱۸۶)

تفسیر
-اې پیغمبره- کله چې زما بنده ګان له تا څخه زما د نږدې والي او دعا قبلولو په هکله پوښتنه وکړي، نو زه هغوی ته نږدې یم، د هغوی په حالاتو خبر او د هغوی دعاګانو اورېدونکی یم، نو هغوی نو هغوی واسطو ته اړتیا نه لري او نه د آواز اوچتولو ته ضرورت لري، زه د هغه دعاګو انسان دعا اورم چې په اخلاص سره له ما څخه دعا وغواړي، نو دوی دې هم زما اوامرو ته غاړه کېږدي او په خپلو ایمانونو دې ټینګ شي؛ ځکه چې همدغه د دوی د دعا د قبلېدو غوره وسیله ده، کېدای شي چې دوی په دې سره په خپلو دیني او دنیوي کارونو کې سمه لاره غوره کړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ