سوره البقره (غویي) (آیت 187)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۸۷

أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَىٰ نِسَائِكُمْ ۚ هُنَّ لِبَاسٌ لَكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ ۗ عَلِمَ اللَّهُ أَنَّكُمْ كُنْتُمْ تَخْتَانُونَ أَنْفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ وَعَفَا عَنْكُمْ ۖ فَالْآنَ بَاشِرُوهُنَّ وَابْتَغُوا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَكُمْ ۚ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الْأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الْأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ۖ ثُمَّ أَتِمُّوا الصِّيَامَ إِلَى اللَّيْلِ ۚ وَلَا تُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنْتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ ۗ تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ فَلَا تَقْرَبُوهَا ۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ 187 ١٨٧

تاسو لپاره د روژې په شپه كې له خپلو ښځو سره یو ځاى كېدل حلال كړى شوي دي، هغوى تاسو لپاره لباس (جامې) دي او تاسو د هغوى لپاره لباس (جامې) یئ، الله ته معلوم دي چې یقینًا تاسو له خپلو ځانونو سره خیانت كاوه، نو په تاسو يې (د مهربانۍ) رجوع وكړه، او تاسو ته يې معافي وكړه، نو اوس له هغوى سره مباشرت (كوروالى) كوئ او څه چې الله تاسو لپاره لیكلي دي هغه لټوئ، او خورئ، اوڅښئ تر هغه چې تاسو ته سپین تار د سبا له تور تار نه ښه ښكاره (او بېل) شي۔، بیا روژه تر شپې پورې پوره كړئ، او له هغوى سره مباشرت (كوروالى) مه كوئ، په داسی حال كې چې تاسو په جوماتونو كې اعتكاف كوونكي یئ، دا د الله پُولې (حدونه) دي، نو دې ته مه نژدې كېږئ، هم په دې شان الله خپل ایتونه خلقو ته واضحه بیانوي، د دې لپاره چې دوى متقیان شي (۱۸۷)

تفسیر
د اسلام په اول وخت کی دا حکم ؤ چې سړی به د روژې په شپه کې ویده شو او بیا به له سهار نه مخکي راويښ شو، نو په هغه باندی به خوراک کول او له خپلي ښځی سره کوروالی (جماع) کول حرام وو، نو بیا الله تعالی دا حکم منسوخ کړ او -اې مومنانو!- ستاسو لپاره یې له خپلو مېرمنو سره جماع کول جایز کړل، نو هغوی ستاسو لپاره پرده او عفت دي او تاسو د هغوی لپاره پرده او عفت یئ، تاسو له یو بل څخه نه شئ مستغني کېدلی (یو بل ته محتاج یئ)، الله تعالی ښه پوهېږي چې تاسو به له خپلو ځانونو سره خیانت کاوه د هغه څه په کولو سره چې تاسو ترې الله تعالی منعه کړي وئ، پس الله تعالی پر تاسو مهرباني وکړه او ستاسو توبه یې قبوله کړه او په تاسو یې آسانتیا راوستله، نو تاسو اوس له خپلو ښځو سره جماع وکړئ او په دې سره له الله تعالی څخه نیک اولاد وغواړئ او په ټوله شپه کې خوراک څښاک وکړئ، تر دې چې تاسو ته د صبح صادق راختل ښکاره شي په سپینوالي د سهار او په جداوالي د شپې له توروالي څخه، بیا خپله روژه پوره کړئ او ځانونه له ټولو روژه ماتوونکو شیانو څخه د سهار له راختلو د لمر تر پرېوتلو پورې وساتئ او او کله چې په جوماتونو کې په اعتکاف کې یئ، نو له خپلو مېرمنو سره مه یوځای کېږئ (جماع مه ورسره کوئ)؛ ځکه چې دا کار اعتکاف باطلوئ. دا کوم احکام چې ذکر شول دا د الله تعالی د حلالو او حرامو تر مڼځ پولې دي، نو تاسو هیڅکله دې ته مه نږدې کېږئ؛ ځکه څوک چې د الله تعالی پولو ته نږدې شي کیدای شي په حرامو کې ولوېږي او په دې شکل په واضح او ښکاره بیان الله تعالی خپل آیتونه (حکمونه) بیانوي، کېدای شي چې دا خلک له الله تعالی څخه ووېرېږي او هغه کارونه تر سره کړي چې الله پرې امر کړی او هغه څه پرېږدي چې ترې منعه شوي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ