سوره البقره (غویي) (آیت 189)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۸۹

يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْأَهِلَّةِ ۖ قُلْ هِيَ مَوَاقِيتُ لِلنَّاسِ وَالْحَجِّ ۗ وَلَيْسَ الْبِرُّ بِأَنْ تَأْتُوا الْبُيُوتَ مِنْ ظُهُورِهَا وَلَٰكِنَّ الْبِرَّ مَنِ اتَّقَىٰ ۗ وَأْتُوا الْبُيُوتَ مِنْ أَبْوَابِهَا ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ 189 ١٨٩

دوى له تا نه د نويو میاشتو په باره كې تپوس كوي، ته (ورته) ووایه: دا (میاشتې) د خلقو او د حج لپاره ټاكلي وختونه دي، او (دا) نېكي نه ده چې كورونو ته د هغو له شاګانو نه راشئ، او لېكن نېكي د هغه چا ده چې متقي شي، او تاسو كورونو ته د هغو له دروازو نه راځئ، او له الله نه وېرېږئ، د دې لپاره چې كامیاب شئ (۱۸۹)

تفسیر
له تا څخه پوښتنه کوي -اې پیغمبره!- د سپوږمۍ د پوره کېدو او د هغې د حالاتو د بدلېدو باره کې، ته دوی ته د دې د حکمت په اړه ځواب ورکړه: چې دا د خلکو لپاره ټاکلي وختونه دي، په دې سره د خپلو عباداتو وختونه معلوموي؛ لکه د حج میاشتې، د روژې میاشت، د زکات لپاره د کال پوره کېدل او په دې سره د خپلو معاملاتو (کارونو) وختونه معلوموي، لکه د دیتونو او خپلو قرضونو نېټې او نېکي او غوره والی دا نه دي چې تاسو کورونو ته د شا له لوري راشئ، کله چې تاسو د حج او عمري قصد وکړئ -لکه څنګه چې تاسې د جاهلیت پرمهال ګمان درلود- بلکې رښتینې نېکي دا ده چې څوک له الله تعالی څخه په پټه او ښکاره ووېرېږي او ستاسو راتګ کورونو ته د دروازو له لوري ستاسو لپاره ډیر آسان دی او تکلیف هم پکې نشته؛ ځکه چې الله تعالی تاسو په هغه څه نه یئ مکلف کړي چې په هغه کې تاسو ته مشقت او تکلیف وي او تاسو د خپلو ځانونو او د الله تعالی د عذاب تر منځ په نېکو کړنو سره د ژغورنې (بچاو) یوه ذریعه جوړه کړئ، د دې لپاره چې تاسو په هغه څه بریالي شئ چې تاسو یې غواړئ او له هغه څه وژغورل شئ چې تاسو ترې وېره لرئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ