پس كه چېرې دوى منع شول، نو یقینًا الله ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى (۱۹۲)
تفسیر
نو که چېرې هغوی تاسو سره له جګړې او له خپل کفر څخه بند شول، نو تاسې هم له هغوی سره جګړه مه کوئ، نو بېشکه الله تعالی هغه چاته بښنه کوي چې توبه وباسي، پر پخوانیو ګناهونو یې نه رانیسي، پر هغوی مهربانه دی او په بېړه (عجله) جزا هم نه ورکوي.