سوره البقره (غویي) (آیت 194)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۹۴

الشَّهْرُ الْحَرَامُ بِالشَّهْرِ الْحَرَامِ وَالْحُرُمَاتُ قِصَاصٌ ۚ فَمَنِ اعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ 194 ١٩٤

حرامه میاشت په بدل د میاشتې حرامې كې ده، او حرمتونه (عزتونه) په بدله دي، پس چا چې پر تاسو باندې تېرى وكړ، نو تاسو په هغه باندې (په جواب كې) تېرى وكړئ په مثل د هغه چې هغه پر تاسو باندې تېرى كړى دى، او له الله نه وېرېږئ او پوه شئ چې یقینًا الله د متقیانو ملګرى دى (۱۹۴)

تفسیر
هغه عزتمنده میاشت چې الله تعالی پکې تاسو ته په اوم کال د هجرت د حرم د داخلیدو او دعمرې کولو توفیق درکړ، دا د هغې عزتمندې میاشتې بدل ؤ چې تاسو پکې مشرکانو په شپږم کال له حرم څخه منع کړي وئ او هغه د عزت والا شیان -لکه حرمت د مکې مکرمې او حرمت د عزتمندو میاشتو او حرمت د احرام- په دې کې به هم د زیاتی کوونکو څخه قصاص او بدله اخیستل کېږي، نو چا چې پر تاسو په دغو عزتمندو وختونو او ځایونو کې تېری وکړ نو تاسو ورسره هماغه څېر کړنه وکړئ او له هغه نه ورسره زیاتی مه کوئ، بېشکه الله تعالی له خپلو پولو څخه تېري کوونکي نه خوښوي او له الله تعالی څخه و وېرېږئ، کله چې تاسو د الله تعالی له پولو څخه تېری کوئ او پوهه شئ چې الله تعالی متقیانو ته توفیق ورکوئ او د هغوئ مرسته کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ