سوره البقره (غویي) (آیت 196)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۹۶

وَأَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلَّهِ ۚ فَإِنْ أُحْصِرْتُمْ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ ۖ وَلَا تَحْلِقُوا رُءُوسَكُمْ حَتَّىٰ يَبْلُغَ الْهَدْيُ مَحِلَّهُ ۚ فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضًا أَوْ بِهِ أَذًى مِنْ رَأْسِهِ فَفِدْيَةٌ مِنْ صِيَامٍ أَوْ صَدَقَةٍ أَوْ نُسُكٍ ۚ فَإِذَا أَمِنْتُمْ فَمَنْ تَمَتَّعَ بِالْعُمْرَةِ إِلَى الْحَجِّ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ ۚ فَمَنْ لَمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلَاثَةِ أَيَّامٍ فِي الْحَجِّ وَسَبْعَةٍ إِذَا رَجَعْتُمْ ۗ تِلْكَ عَشَرَةٌ كَامِلَةٌ ۗ ذَٰلِكَ لِمَنْ لَمْ يَكُنْ أَهْلُهُ حَاضِرِي الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ 196 ١٩٦

او حج او عمره خاص د الله لپاره پوره كړئ، بیا كه چېرې (له حج، یا عمرې نه) ایسار كړى شوئ، نو (بیا لازم ده) هغه هَدي (د حرم قرباني) چې په اسانۍ سره ترلاسه شي او خپل سرونه مه خرَوئ تر هغه چې قرباني خپل (د حلالې) ځاى ته ورسي، پس څوك چې په تاسو كې ناجوړه وي، یا ده ته په خپل سر كې څه تكلیف وي، نو (په ده) فدیه لازمه ده په روژې سره، یا په صدقې سره، یا په قربانۍ سره، نو كله چې تاسو په امن شئ، پس كه چا فايده واخيسته په عمرې سره حج ته، نو (په هغه لازمه ده) هغه قرباني چې په اسانۍ سره ترلاسه شي، پس كه چا (قرباني) ونه موندله، نو درې ورځې روژې په حج كې (واجبې) دي او اوه روژې هغه وخت دي چې تاسو راوګرځئ، دا پوره لس (ورځې) دي، دا (حكم د تمتع) د هغه چا لپاره دى چې د هغه ټبر د مسجد حرام اوسېدونكي نه وي، او له الله نه وېرېږئ او پوه شئ چې یقینًا الله سخت عذاب وركونكى دى (۱۹۶)

تفسیر
او د الله تعالی د خوښۍ په موخه بشپړ حج او عمره وکړئ، که د ناروغۍ، دښمن يا دېته ورته د څه له امله د هغو دواړو له بشپړولو څخه راوګرځول شوئ؛ نو پر تاسو له احرامه د حلالېدو لپاره له اوښ، غوا او پسه څخه چې هرڅه درسره وي د هغو ذبح کول دي، تر هغو مو سرونه مه خرېیئ او يا يې مه کموئ، تر څو هدي خپل هغه ځای ته نه وي رسېدلې چې هلته يې ذبح کېدل روا وي، که له حرم څخه منع کړل شوې وه، بيا دې هغه ځای کې ذبحه کړي چېرې چې منع کړل شوې ده، او که منع کړل شوې نه وه؛ نو د اختر په ورځ او له هغې وروسته د تشريق په ورځو کې دې په حرم کې ذبحه کړي، که له تاسو څوک ناروغ و، يا يې د سر په وېښتانو کې کومه ستونزه وه لکه سپږې او داسې نور چې له امله يې سر وخرېيلو؛ نو پر هغه کومه ګناه نشته او يوازې له هغه کاره دې يا په دريو ورځو روژه نيولو او يا شپږو بېوزلو ته په ډوډۍ ورکولو او يا د پسه په ذبحه کولو او د حرم پر بېوزلو يې په وېشلو سره فديه ورکړي، که تاسې په وېره کې نه واست؛ نو څوک چې له تاسې د حج په مياشتو کې د عمرې په اداکولو سره ګټه پورته کوي او د احرام له منع کړل شوو شيانو يې په همدغه کال کې د حج د احرام تر تړلو پورې ګټه پورته کړه؛ نو هغه دې يا پسه حلال کړي او يا دې په اوښ يا غوا په اوومه ورشريک شي، که د هدي توان يې نه لرلو، نو بيا درې ورځې د حج په ورځو کې او اووه ورځې خپل کور ته تر راګرځېدلو وروسته د هغې په بدل کې روژه ونيسي، تر څو بشپړې لس ورځې شي، دغه ګټه پورته کول د هدي له وجوب سره يا روژه نيول له هدي څخه د عاجز لپاره د غير اهل حرم لپاره دي، څوک چې له حرم سره نېږدې اوسيږي؛ نو هغه دې له الله څخه د اصلي روا کړل شوي حکم په پلي کولو سره او د هغه د پولو په درناوي سره ووېريږي، او پوه شئ چې الله سخت سزا ورکوونکی دی هغه چا لره چې له امره يې سرغړونه کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ