(وخت د احرام د) حج څو معلومې میاشتې دي، نو چا چې په دې (میاشتو) كې (په ځان باندې) حج فرض كړ، نو په حج كې نه د ښځو د شهوت خبرې كول شته او نه (د الله) نافرماني او نه جګړه ۔ او تاسو چې څه نېكي كوئ، الله په هغې پوهېږي، اوتوښه واخلئ، پس یقینًا بهترینه توښه تقویٰ ده، اى د صفا عقل خاوندانو! له ما نه وېرېږئ (۱۹۷)
تفسیر
د حج وخت معلومې میاشیتې دي، چې د شوال له میاشتې پیل کېږي او د ذی الحجې میاشتې په لسمه ختمېږي، نو چاچې په دې میاشتو کې پر ځان حج فرض کړ او د حج قصد یې وکړ؛ په ده باندې له خپلې ښځې سره کوروالی (جماع) کول او هغه څه چې د دې سبب کېږي حرام دي او په ده باندې دا لازم دي چې په ګناه کولو سره د الله تعالی له تابعدارۍ څخه ونه وځي؛ د وخت او ځای د احترام او عظمت له وجې نه، او په ده باندې جنګ جګړی هم حرامې دي هغه چې د غصې او لانجو سبب ګرځي، او تاسو چې کومه ښېګڼه هم کوئ، الله تعالی پرې پوهېږي، نو د هغه بدل به درکوي. او تاسو د حج د ادا کولو لپاره له ځان سره د خپل حاجت مطابق خواړه او ځښاک واخلئ او پوهه شئ هغه غوره شی چې تاسو په خپلو ټولو چارو کې مرسته پرې تر لاسه کولای شئ، هغه د الله تعالی تقوا ده، پس له ما (الله) څخه ووېرېږئ، زما د حکمونو په عملي کولو سره او زما له نواهیو څخه ځان وساتئ، اې د سالم عقل څښتنانو.