بیا راكوزېږئ له هغه ځاى نه چې خلق ترې راكوزېږي او له الله نه مغفرت غواړئ، یقینًا الله ښه مغفرت كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى (۱۹۹)
تفسیر
بیا تاسو له عرفات څخه لاړ شئ، لکه څنګه به چې د ابراهیم علیه السلام تابعداران تلل، داسې نه لکه چې د جاهلیت خلکو به کول چې هلته به نه اودرېدل او له الله تعالی څخه بښنه وغواړئ، د هغې کمي چې له تاسو څخه په شرعي عباداتو کې شوې ده، بېشکه الله تعالی د هغو بنده ګانو توبه قبلوي چې الله تعالی ته توبه وباسي، پر هغوی رحم کوونکی دی.