سوره البقره (غویي) (آیت 209)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۰۹

فَإِنْ زَلَلْتُمْ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَتْكُمُ الْبَيِّنَاتُ فَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ 209 ٢٠٩

بیا كه چېرې تاسو له دې نه پس وښوئیدلئ؛ چې تاسو ته ښكاره دلیلونه (هم) راغلل، نو پوه شئ چې یقینًا الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى (۲۰۹)

تفسیر
بیا که چېرې له تاسو څخه خطا او له حق څخه کوږوالی وشو وروسته له هغې نه چې تاسو ته ښکاره دلیلونه او معجزې راغلي دي، داسې معجزې او دلیلونه چې هیڅ شک او شبهه پکې نه شته؛ نو پس پوهه شئ چې الله تعالی ډېر غالب دی په خپل قدرت او غصه کې، حکمت والا دی په خپلو ټولو کارونو او حکمونو کې، نو پس تاسو له الله تعالی څخه ووېرېږئ او د هغه تعظیم وکړئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ