دوى له تا نه پوښتنه كوي چې څه شى خرچ (انفاق) كړي؟ ته (ورته) ووایه: څه چې خرڅ كوئ له مال نه، نو (هغه) د مور او پلار لپاره او نژدې خپلوانو او او مسكینانو او مسافر لپاره دي، او تاسو چې څه نېكي هم كوئ، نو یقینًا الله په هغې ښه عالم دى‚ (۲۱۵)
تفسیر
پوښتنه کوي له تا څخه -اې پیغمبره- ملګری ستا: چې دوئ له خپلو مختلفو مالونو څخه څه شی خرچ کړي، او په کوم ځائ کې یې خرچ کړي؟ ته ورته ځواب ورکړه: تاسو چې کوم خپل حلال او پاک مال نفقه کوئ نو مور او پلار باندې یې مصر کړئ، او څوک چې تاسو ته نږدې وي ستاسو له خپلوانو څخه د حاجت مطابق، او محتاجو یتیمانو ته، او هغه چاته چې بیخي ورسره مال نه وي، او هغو مسافرو ته یې ورکړي چې سفر له خپلې کورنۍ او وطن څخه جلا کړي وي، او تاسو نه کوئ -اې مومنانو- څه د خیر کار که لږ وي او که ډیر مګر الله تعالی په هغه باندې خبر دی، له الله تعالی څخه هیڅ شی پټ نه شي پاتې کېدلی، خامخا به تاسو ته په هغه باندې بدله درکړي.