سوره البقره (غویي) (آیت 216)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۱۶

كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَكُمْ ۖ وَعَسَىٰ أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ ۖ وَعَسَىٰ أَنْ تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَكُمْ ۗ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ 216 ٢١٦

پر تاسو باندې جنګ كول فرض كړى شوي دي، حال دا چې دا ستاسو بدې شي، او كېدى شي چې تاسو به یو شى بد ګڼئ، حال دا چې هغه به تاسو لپاره ډېر غوره وي۔ او كېدى شی چې تاسو به یو شى خوښوئ، حال دا چې هغه به تاسو لپاره ډېر بد وي۔ او الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ (۲۱۶)

تفسیر
اې مومنانو! په تاسو فرض کړی شوی دی جنګ د الله تعالی په لاره کې او نفسونه هغه طبیعتا بدګڼي؛ ځکه چې په دې کې مال او ځان له منځه ځي، او شاید چې تاسو یو شی بد ګڼئ خو په واقع کې هغه ستاسو لپاره خیر او فایده وي؛ لکه د الله تعالی په لاره کې جنګ کول، د دې د غټو ثمرو نه دا ده چې په دښمنانو بریمن کېږئ او د الله تعالی کلمه اوچتېږي او کیدای شي چې تاسو له یو شی سره مینه کوئ، خو هغه ستاسو لپاره شر وي او په تاسو باندې بوج وي؛ لکه له جهاد څخه کیناستل، ځکه په دې کې ناکامي ده او د دښمن کامیابي او تسلط دی، او الله تعالی ښه او بد کارونه ډېر ښه پېژني، په داسې حال کې چې تاسو يې نه پېژنئ، نو د الله تعالی حکمونه ومنئ؛ په دې کې ستاسو لپاره خیر او فایده ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ