سوره البقره (غویي) (آیت 224)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۲۴

وَلَا تَجْعَلُوا اللَّهَ عُرْضَةً لِأَيْمَانِكُمْ أَنْ تَبَرُّوا وَتَتَّقُوا وَتُصْلِحُوا بَيْنَ النَّاسِ ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ 224 ٢٢٤

او تاسو الله د خپلو قسمونو لپاره هدف مه ګرځوئ (د الله نوم مه استعمالوئ) چې نه به كوئ نېكي او پرهېزګاري او د خلقو په منځ كې صلح، او الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى (۲۲۴)

تفسیر
او تاسو پر الله تعالی قسم کول د ځان لپاره منع کوونکی دلیل مه ګرځوئ له کولو د نیکو نه او د تقوا نه او د خلکو تر منځ د صلحی کولو نه، بلکې کله چې تاسو د نیکۍ په پرېښودلو قسم وکړئ؛ نو تاسو نیکي وکړئ او د خپل قسم کفاره ورکړئ، او الله تعالی ستاسو ویناګانې اوري، ستاسو په کارونو پوهه دی، او خامخا به د هغو بدله درکوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ