لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلَادَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ ۖ لِمَنْ أَرَادَ أَنْ يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ ۚ وَعَلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ ۚ لَا تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلَّا وُسْعَهَا ۚ لَا تُضَارَّ وَالِدَةٌ بِوَلَدِهَا وَلَا مَوْلُودٌ لَهُ بِوَلَدِهِ ۚ وَعَلَى الْوَارِثِ مِثْلُ ذَٰلِكَ ۗ فَإِنْ أَرَادَا فِصَالًا عَنْ تَرَاضٍ مِنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا ۗ وَإِنْ أَرَدْتُمْ أَنْ تَسْتَرْضِعُوا أَوْلَادَكُمْ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِذَا سَلَّمْتُمْ مَا آتَيْتُمْ بِالْمَعْرُوفِ ۗ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
او میندې دې خپل اولاد ته پوره دوه كاله تى وركوي، (دا حكم) د هغه چا لپاره دى چې د تي وركولو موده پوره كول غواړي او د چا لپاره چې بچى دى په هغه باندې د دغو (ښځو) نفقه ده او د دوى جامه ده په ښې طریقې سره، هیڅوك هم مكلف كولى نشي مګر د هغه د وَس سره سم۔، ضرر دې ونه رسول شي مور ته د هغې د بچي په وجه، او نه د بچې پلار ته د هغه د بچي په وجه ۔ او په وارث باندې د دې په مثل لازم دي۔، پس كه دواړه د خپل منځي رضامندۍ او مشورې سره له تي نه د پرېكولو اراده وكړي، نو په دې دواړه باندې هېڅ ګناه نشته۔ او كه تاسو خپل اولاد ته مُرضِعه (دائیه) نیول غواړئ بیا (هم) پر تاسو باندې هېڅ ګناه نشته، كله چې هغه (مال) سپارئ چې تاسو يې وركول غواړئ، په ښې طریقې سره، او له الله نه ووېرېږئ او پوه شئ چې یقینًا الله هغه څه لره ښه لېدونكى دى چې تاسو يې كوئ˜ (۲۳۳)
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ