سوره البقره (غویي) (آیت 236)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۳۶

لَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِنْ طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ مَا لَمْ تَمَسُّوهُنَّ أَوْ تَفْرِضُوا لَهُنَّ فَرِيضَةً ۚ وَمَتِّعُوهُنَّ عَلَى الْمُوسِعِ قَدَرُهُ وَعَلَى الْمُقْتِرِ قَدَرُهُ مَتَاعًا بِالْمَعْرُوفِ ۖ حَقًّا عَلَى الْمُحْسِنِينَ 236 ٢٣٦

پر تاسو باندې هېڅ بوج (مهر) نشته كه تاسو ښځو ته طلاق وركړئ څو پورې چې تاسو له هغوى سره كوروالى (جماع) كړى نه وي، یا مو د هغوى لپاره څه مهر مقرر كړى نه وي۔ او دوى ته څه خرڅ، سامان وركړئ، په مالدار باندې د هغه د اندازې مطابق وركول لازم دي او په غریب باندې د هغه د اندازې سره سم لازم دي، د دستور سره سم ضروري سامان وركول، (دا) په نېكي كوونكو باندې لازم دي (۲۳۶)

تفسیر
پر تاسو څه ګناه نشته کله چې تاسو هغه ښځې طلاقې کړئ چې عقد نکاح مو ورسره کړي وي، خو کوروالی (جماع) مو ورسره نه وي کړې او مهر مو هم نه وي ټاکلی، نو که په دې حال کې مو هغوی ته طلاق ورکړ، نو په تاسو باندې هغوئ ته مهر ورکول واجب نه دي، بلکې واجب داده چې يو څه مصرف (خرڅ) هغوی ته ورکړئ چې ګټه ترې واخلي، او د خپلو زړونو خفګان پرې ټکور کړي، له توان او وس سره سم، که څوک مالدار وي باید ډیر مال ورکړي او که څوک غریب وي نو لږ مال دې وکړي، او دا مال ورکول ثابت حق دی په هغه چاچې په خپلو کارونو او معاملاتو کې نیکي کوونکي وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ