سوره البقره (غویي) (آیت 240)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
2
البقره(البقرة)، آیت ۲۴۰
وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنْكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجًا وَصِيَّةً لِأَزْوَاجِهِمْ مَتَاعًا إِلَى الْحَوْلِ غَيْرَ إِخْرَاجٍ ۚ فَإِنْ خَرَجْنَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِي مَا فَعَلْنَ فِي أَنْفُسِهِنَّ مِنْ مَعْرُوفٍ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ
او هغه كسان چې په تاسو كې مري او ښځې پرېږدي (نو په دوى باندې لازم دي) وصیت كول د خپلو ښځو لپاره تر یو كاله پورې د خرچ وركولو، بې له وېستلو نه، نو كه دوى (پخپله) ووتلې، نو پر تاسو باندې هېڅ ګناه نشته په هغه څه كې چې دوى (ښځې) يې د خپلو ځانونو په باره كې كوي څه نېك كار، او الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى (۲۴۰)
تفسیر
او هغه کسان چې له تاسو څخه ومري او ښځې ترې پاتې شي لازمه ده په خاوندانو چې د دې ښځو لپاره وصیت وکړي د یو کال د خرچی او د اوسیدلو د خاوند په کور کې، چې وارثان به یې ترې نه وباسي؛ د دوئ د زړونو د ټکور لپاره، او له مړي سره د وفادارۍ لپاره، نو که چېرې په خپله خوښه د یو کال نه مخکي ووځي، نو بیا په تاسو باندې څه ګناه نشته او په هغوئ هم څه ګناه نشته چې خپل ځانونه ښکلي کړي او سینګار وکړي، دا حکم خو داسی بیان شو خو جمهور مفسرین وايي چې د دې آیت حکم په دې آیت منسوخ شوی: ﴿وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنْكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجًا يَتَرَبَّصْنَ بِأَنْفُسِهِنَّ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا﴾ [البقرة: ٢٣٤]. ژباړه: (او هغه کسان چې وفات شي ستاسو څخه او پرېږدي ښځې، (نو) انتظار دې وکړي دا ښځې (د نکاح کولو نه) د خپلو ځانونو باره کې څلور میاشتی او لس ورځې).
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: