سوره البقره (غویي) (آیت 241)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۴۱

وَلِلْمُطَلَّقَاتِ مَتَاعٌ بِالْمَعْرُوفِ ۖ حَقًّا عَلَى الْمُتَّقِينَ 241 ٢٤١

او د طلاقې كړى شویو ښځو لپاره، له عرف سره سم، سامان وركول دي، په متقیانو باندې (دا) لازم دي (۲۴۱)

تفسیر
او طلاق کړی شویو ښځو ته شته دي ورکول د مصرف دومره خرچه چې هغه پرې فایده واخلي د جامو نه او د مال نه او یاداسې نور څه، د هغوئ د زړونو د ټکور لپاره چې د طلاق په وجه یې زړونه مات شوي، په نیکې طریقې سره د خاوند د اقتصادی حالاتو مطابق چې که لږ وي او که ډېر، او دا حکم ثابت حق دی پر هغه چا باندې چې له الله تعالی څخه وېرېږي د هغه د حکمونو په عملي کولو او له نواهیو څخه په ځان ساتلو سره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ