سوره البقره (غویي) (آیت 249)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۴۹

فَلَمَّا فَصَلَ طَالُوتُ بِالْجُنُودِ قَالَ إِنَّ اللَّهَ مُبْتَلِيكُمْ بِنَهَرٍ فَمَنْ شَرِبَ مِنْهُ فَلَيْسَ مِنِّي وَمَنْ لَمْ يَطْعَمْهُ فَإِنَّهُ مِنِّي إِلَّا مَنِ اغْتَرَفَ غُرْفَةً بِيَدِهِ ۚ فَشَرِبُوا مِنْهُ إِلَّا قَلِيلًا مِنْهُمْ ۚ فَلَمَّا جَاوَزَهُ هُوَ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ قَالُوا لَا طَاقَةَ لَنَا الْيَوْمَ بِجَالُوتَ وَجُنُودِهِ ۚ قَالَ الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُمْ مُلَاقُو اللَّهِ كَمْ مِنْ فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ 249 ٢٤٩

نو كله چې طالوت سره د لښكرو راووت، ويې ويل: یقینًا الله په یوې ولِې سره ستاسو ازمايش كوونكى دى، نو څوك چې له هغې نه اوبه وڅښي، نو هغه زما له ملګرو نه نه دى، او څوك چې هغه ونه څكي، نو بېشكه هغه زما له ملګرو څخه دى مګر هغه څوك چې په خپل لاس سره یو چونګ (اوبه) راواخلي، نو هغوى له هغې (ولې) نه اوبه وڅښلې مګر له دوى نه ډېرو لږو (خلقو ونه وڅښلې) نو كله چې دى (طالوت) او هغه كسان چې له ده سره يې ایمان راوړى و له هغې نه پورې وتل، (مخالفت كوونكو وویل:) نن ورځ زمونږ لپاره د جالوت او د هغه د لښكرو په مقابله كې هېڅ طاقت نشته، او وویل هغو كسانو چې یقین يې لاره چې بېشكه دوى له الله سره ملاقات كوونكي دي: څومره ډېر ځلې ډېره لږه ډله په ډېرې لويې ډلې باندې د الله په حكم سره غالبه شوې ده، اوالله د صبر كوونكو ملګرى دى (۲۴۹)

تفسیر
نو پس هر کله چې طالوت له خپلو لښکرو سره له ښار څخه راووت خپلو لښکرو ته یې وویل: یقینا الله تعالی به په تاسو باندې ازمیښت کوي په یو نهر سره، نو پس چاچې ترې اوبه وڅښلې نو هغه به زما له تابعدارانو څخه نه وي، او له ماسره دې په جنګ کې نه ملګري کېږی، او هر هغه څوک چې اوبه ونه څښي نو هغه زما تابعدار دی، او له ماسره به په جنګ کې ملګری وي، مګر هغه څوک چې محتاجه شي نو په خپل لاس ترې د یوې لپې په اندازه اوبه وڅښې نو په هغه باندې څه ګناه نشته، نو ټول لښکر ترې اوبه وڅښلې مګر لږو کسانو صبر وکړ او اوبه یې ونه څښلې سره له ډيرې تندې نه، نو کله چې طالوت او هغه سره چې کوم مومنان وو له نهر څخه واوښتل، نو ځنو عسکرو یې وویل: نن ورځ مونږ د جالوت او د هغه له لښکرو سره د جګړې کولو څه توان او طاقت نه لرو، نو په دغه وخت کې هغو کسانو چې د هغوئ یقین وو چې د قیامت په ورځ به د الله تعالی سره مخامخ کېږی، وویل: ډیر کرت یوه مومنه ډله چې لږ عدد والا وي غالبه شوي په کافره ډله چې ډیر عدد والا وي د الله تعالی په حکم او مدد سره، نو پس اعتبار په کامیابۍ کې ایمان لره دی ډیر والي لره نه دی، او الله تعالی د خپلو بندګانو له صبر کوونکو خلکو سره دی د هغوئ مدد او مرسته کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ