سوره البقره (غویي) (آیت 24)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۴

فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا وَلَنْ تَفْعَلُوا فَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ ۖ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ 24 ٢٤

نو كه تاسو (دا كار) ونه كړ او كله به يې هم ونه كړى شئ، نو له هغه اور نه ځان بچ كړئ چې خشاك يې انسانان او كاڼي دي، د كافرانو لپاره تیار كړى شوى دى (۲۴)

تفسیر
پس که چېرې مو دا کار ونه کړ -او هېڅکله به د دې کار کولو وس ونلرئ- نو پس له هغه اور څخه ځانونه وساتئ چې د عذاب وړ انسانان پکې سوځېږي، او هغه کټې (تیږې) به هم پکې سوځي چې عبادت یې کېده، همدا اور الله تعالی د کافرانو لپاره چمتو او تیار کړی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ